د جنایتکار عنایت قچي ۴ نور ملګري ونیول شو

د جنایتکار عنایت قچي ۴ نور ملګري ونیول شو

کورنیو چارو وزارت وايي، د غلو یوه څلور کسیزه ډله یې میر بچه کوټ ولسوالۍ کې نیولې ده.

 

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کاږي، دغه غله له ډېر وخت راهېسې د پولیسو تر جدي تعقیب لاندې وو.

 

خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کس د عنایت قچي د ډلې دي.

 

له نیول شویو کسانو څخه یو شمېر وسلې او تجهیزات هم تر لاسه شوي دي.

 

قچي څه موده وړاندې کله چې افغان ځواکونو غوښتل وې نیسي، مقاومت یې وکړ چې د پولیسو لخوا ووژل شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.