د جنرال دوستم انځورونه د جمعیت ګوند مرستىال ویاند څیرې کړي دي

د مزار شريف لاریوند بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور له مخالفت سره سره نن په مزارشریف کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په ملاتړ لاریون وشو.

رپوټونو له مخې یو لاریون د جنرال دوستم په ملاتړ ترسره شو چې په بلخ کې میشتو قومونو په کې برخه اخیستې وه او له حکومت یې وغوښتل چې هغه کسان مجازات کړي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم انځور یې ښکته کړی و.

د ښار په بله څنډه کې د عطامحمد نور پلویانو چې ټول یې د تاجیکان وو لاریون رابللی و. د ولسمشر د لومړي مرستیال په پلوی په لاریون کې په ازبیکو سربیره په دغه ولایت کې میشتو نورو قومونو (پښتنو ،هزاره ګانو، ترکمنو او ایماق) هم برخه اخیستي وه.

په دواړو لاریونو کې وسله وال هم لیدل کیدل. دا لاریون له هغه وروسته وشو چې وړمه ورځ د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم انځور چې د ښار په یوه څنډه کې لګول شوی و عطامحمد نور د کسانو له خوا ښکته او څیرې شو.

د مزار شريف لاریونپه بلخ کې د جنبش ګوند په دې کار اعتراض وکړ او غوښتل یې په ښار کې لاریون را وباسي، خو عطامحمد نور یې مخه ونیوله او خبرداری یې ورکړ چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د یوه انځور د څیرې کیدو په پلمه ګډوډي جوړه کړي.

تر دې خبرداري وروسته د فاریاب او جوزجان څخه هم یو شمیر د دوستم پلویانو مزارشریف ته حرکت وکړ خو د ښار په دروازو کې د عطامحمد نور د کسانو له خوا ایسار شول او اړ شول چې بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د جنبښ ګوند له تند غبرګون وروسته په مزارشریف کې د جنرال دوستم انځور بیرته وځړول شو، خو کله چې په فاریاب کې د احمدشاه مسعود انځور را کوز او څیرې شو، نو په مزارشریف کې د جنرال دوستم نوی ځړول شوی انځور هم نیمایی څیرې کړل شو.

د مزار شريف لاریوند بلخ ولایت سرپرست ویلي و چې د جنرال دوستم د انځور څیرې کوونکي به پیژندل کیږي او قانونی سزا به ورکول کیږي هغه داکسان اوباشان بللی وو.

د مزار شريف لاریونبلخوا ویل کیږي چې د جنرال دوستم د انځور څیرې کوونکي پیژندل شوي دي، په بلخ کې یوې حکومتي سرچینې ویلي چې دا کار د ذبیح الله فطرت په نامه یو تن کړی چې د جمعیت ګوند د ویاند مرستیال دی او د دغه ګوند په استازیتوب خبرې کوي، دابه وروسته روښانه شي چې دغه شخص ته سزا ورکول کیږي او که ښایی د جمعیت او ځانګړې توګه عطامحمد نور په لارښوونه یې دا کار کړی دی.

ښایي افغانستان لومړنی هیواد وي چې د یوه والي په امر په کې د ولسمشر د لومړي مرستیال انځور راښکته کیږي هغه څوک چې د هیواد په کچه دوهم شخص دی. عطامحمد نور د هیواد په کچه لومړنی سرپرست والي دی چې ولسمشر یې صلاحیتونه د یوه فرمان له مخې اخیستي، خو ټول کارونه په خپله کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.