د جنګسالارانو نسلونه د پلرونو په مسند کيني

د جنګسالارانو نسلونهله تېرو څو کلونو راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو او سيمو کې د جهادي قومندانانو تلينونه په داسې حال کې لمانځل کېږي چې ټولې دولتي ادارې يا رخصت وي او يا هم تر نيمايي زياتو کارکوونکو يې دا ورځې د ځانونو لپاره شخصي روخصتۍ ګرځولې وي.

هغه اصطلاح چې وايي باران وشو، پلونه پټ شول. په ۲۰۰۱ کال کې چې کله موقت حکومت رامنځته شو، په هر څه پرده خوره شوه، د انتقالي عدالت دوسې وسوځول شوې، يا وتړل شوې او رپوټونه په سينو کې بند شول. دا ياغي او داغي انسانان لا خونړي او په لويو مافياوو بدل شول، هرڅه د دوی شخصي ملکيتونه وګرځول شول.

هغه وخت د نوي حکومت له راتګ سره افغانان یوې سالمې او ډیموکراټیکې فضا رامنځته کېدو ته هیله من وو. ډېری افغانان په دې فکر وو چې پخواني جنګسالاران به د خپلو ناوړه کړنو چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې یې تر سره کړې وې، محاکمه شي او د خلکو حق به يې له خولې را واخستل شي، خو د محاکمه کېدو پرځای دوی لوړو منصبونو ته ورسېدل او اعزازي رتبې يې په ټټرونو ور وټمبل شوې.

د جنګسالارانو نسلونهله ۲۰۰۱ کال را وروسته جنګسالارانو او په نوم رهبرانو هڅې پيل کړې، چې دا ځل د زده کړو له لارې خپل بچيان په دې ولس مسلط کړي، همداسې وهم شول او تر ډېره جنګسالارانو خپل زور نوي نسل په ځانګړې توګه زامنو او د کورنيو غړيو ته انتقال کړ.

د خپلو پلرونو د سیاست او مفکورې د پلي کولو لپاره د جنګسالارانو دا نوی نسل په واک کې د پاتې کېدو لپاره له بېلابېلو چارو ګټنې اخلي چې دا کار اوس ښه په درز کې روان دی. د دوی مخنيوی ګرانه چاره ده، ځکه چې د بهر لوستي ياديږي.

دا خبره جوته ده چې دغه نوي نسلونه به له خپلې رتبې څخه په ګټه اخیستنې د افغانستان د ملي ګټو پر ځای خپلو ګټو ته لومړيتوب وکړي چې تر ډېره دا کار په بيا بيا شوی هم دی. نه یوازې ځای ناستي، بلکې د جنګسالارانو ساتونکي، ډریوران او اشپزان هم د دوی له زور څخه خوند اخلي او ګټې پورته کوي.

ولسي جرګې ته يې خپل استازي را واستول، په مشرانو جرګه کې يې څوکۍ ونيوه، ولايتي  شورا يې ورخپله کړه او داسې يوه خطرناکه حلقه يې تشکيل کړه، چې هر وخت د هېواد ګټو ته په لويه بلا اوښتي دي.

د کورنيو جګړو پرمهال په کابل کې تر  ۵۲ زرو ډېر کسان په خپل منځي جنګونو کې ووژل شول، خو په دې کې د ځينو کسانو چړې ښې سرې شوې او نن يې نوم په لوړه اخستل کېږي، ملي شتمنۍ يې هم وتروړلې او هرڅه ورته ځانګړي دي.

په دغه ډول لمانځنو کې ډېر لوړپوړي کسان ونډه لري او دا لمانځنې په دې مانا دي چې جنګي جنايتکاران نور بښل شوي، خو دا بايد په ډاګه شي چې دا جنګي جنيتکاران د چا په استازيتوب څوک بښي، دا خو د ولس په حق کې يو ځل بيا زياتی دی.

د جنګسالارانو نسلونهدا چې اوس ترې اتلان او رهبران جوړ شوي دا عادي انسانان او عادي جنګيالي نه وو، بلکې دوی د جنګ اصلي قومندانان او طراحان وو. د هغو کورنيو ځواب به څه ډول ووايو چې زوی، مور، لور، خور، ورور یا پلار یې د کابل په جنګونو او د نظار شورا په جګړو کې شهیدان شوي دي.

ډېری مدني فعالان او تش په نوم د بشري حقونو غوښتونکي ددې ډول غونډو او ناستو د لومړۍ څوکۍ غړي دي، نو دوی ولې د خلکو په ټپونو مالګې پاشي او ولې په خلکو خاورې اړوي.

اوس ولس نه پوهېږې چې د کومو خدمتونو په پاس د دې کسانو تلینونه په شاندارو دولتي مراسمو نمانځل کېږي؛ خو دا یو حقیقت دی چې لا هم پر جنګي جنایتونو تورن کسان، فاسدین او … مافیا پر ولس واکمن دي.

د قانون نه پلي کېدل، د زورواکانو نه محاکمه کېدل او په قدرت کې د دوی پاتې کېدل هغه لاملونه دي چې له امله یې باسواده او لوستي افغان ځوانانو لپاره په سیاسي او دولتي چارو کې کم چانس شته.

نور دې دا کسان دومره نه پړسول کېږي چې د ولس پر مرۍ پښه کېږدي او ولس تر خاورو لاندې کړي، بلکې حکومت ته په کار ده چې که يې نه محاکمه کوي، نو پر ولس خو يې دې د زياتيو او طلمونو مخه ډپ کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.