د حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو نیټه دې وټاکل شي

سرتاج عزيز او کرزیپه اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان، امریکا متحده ایالاتو او چین په درېیمه څلور اړخیزه ناسته کې په درېیو اساسي ټکو هوکړه شوې ده.

د سرچینو د رپوټ له مخې په دغه غونډه کې چې نن جوړه شوه د سولې خبرو له پاره د یوې کړنلارې پر سر هوکړه شوې او ومنل شوه چې د فبروری ترپایه به د طالبانو او افغان حکومت د مخامخ خبرو نیټه ټاکل کیږي، بله څلور اړخیزه ناسته به د فبروری په ۲۳ مه په کابل کې جوړه شي. تراوسه د دغه خبرو په اړه ډیر جزیات نه دي خپاره شوي.

که څه هم مخکې افغان چارواکو ټینګار کړی و چې په دغه ناسته کې به افغان حکومت ته د هغو طالبانو نوملړ ورکړل شي چې سوله کوي او یا یې نه کوي، خو په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې څه نه دي ویل شوي.

په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیال حکمت خليل کرزي، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانکړي استازي ريچرډ ولسن، کابل کې د چين ځانګړي استازي ډينګ شي جين هم ګډون درلود.

د سولې خبرو له پاره د یوې کړنلارې پر سر هوکړه شوې او ومنل شوه چې د فبروری ترپایه به د طالبانو او افغان حکومت د مخامخ خبرو نیټه ټاکل کیږي ، بله څلور اړخیزه ناسته به د فبروری په ۲۳ مه په کابل کې جوړه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.