د خبریالانود خوندیتوب په اړه د ولسمشر نوی حکم

خبریالانافغان ولسمشر محمد اشرف غني د د خبریالانو د خوندیتوب او د رسنیو د کار د اسانولو لپاره نوی حکم صادر کړ. د دغه حکم په بنسټ له دې وروسته به د رسنیو د سرغړونو دوسیې یوازې د رسنیو د سرغړونو د ځانګړي کمیسیون لخوا څيړل کیږي او لویه څارنوالي حق نلري چې په مستقیم ډول دغه دوسیې وڅيړي. په حکم کې په ډاګه شوې چې په تیرو پنځلسو کلونو کې د وژل شویو خبریالانو دوسیې زر تر زره وڅيړل شي.

د ولسمشر په دغه شپږ ماده ایز حکم کې راغلي چې له دې وروسته به د کار په دوران کې د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو خوندیتوب یقیني شي.

  • په دغه حکم کې په ډاګه شوې چې حکومتي مسولین مسولیت لري، چې رسنیو ته په وخت معلومات ورکړي.
  • په حکم کې د  اطلاعاتو او کلتوراو  عدلیې وزارتونو او د اصلاحاتو خپلواک کمیسیون ته دنده سپارل شوې چې  رسنیو او خبریالانو ته معلومات ورکړی او له دې وروسته بهد رسنیو اړوندې ټولې دوسیې د سرغړونو د کمیسیون لخوا څيړل کیږي.
  • ولسمشر په خپل دغه فرمان کې ویلي چې د وژل شویو خبریالانو دوسیې هر څومره ژر وڅیړل شي او پایلې وروستي شي.

د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون مسولین خبریالانو ته وروستیو ګواښونو ته په کتو له حکومت څخه غواړي چې د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي او مخکې له مخکې ګامونه پورته کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د ملي امنیت په شورا کې د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب او امنیت لپاره هڅې روانې دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.