د ننګرهار او کونړ د و ولایتي شورا غړو له حکومت غوښتنه کړې، چې ننګرهار او کونړ ولایتونو کې دې د داعش ډلې د بشپړ ورکۍ لپاره خپل پوځي عملیات لا ګړندي او زیات کړي.
د خلکو استازو ویلي، ننګرهار کې د داعش ډلې فعالیت زښته زیات کم شوی دی، چې د بشپړ و ورکېدو لپاره یې باید لا زیات اقدامات ترسره شي.
د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد هم ویلي، چې ننګرهار کې د داعش ډله سختې ماتې سره مخ شوې ده او نور په کې د فعالیت او جګړې توان نشته دی.
د کونړ د ولایتي شورا غړو بیا اندېښنه ښودلې، چې دغه ولایت کې د داعش ډلې فعالیت لږ پراخ شوی دی، چې حکومت یې باید جدي مخنیوی وکړي.
بلخوا د کونړ سیمه ییزو چارواکو بیا ډاډ ورکړی، چې کونړ کې به داعش ډله پراخېدو ته پرېنږدي او ژر به یې دلته هم لکه د ننګرهار په څېر وځپي.
په دې وروستیو کې ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې پر ضد افغان ځواکونو هوايي بریدونه او د ملي امنیت صفر دوه قطعې خپل عملیاتونه پراخ کړي دي، چې ښې لاسته راوړنې هم لري.
Leave a Reply