د خلیلزاد او طالبانو ځنډېدلې خبرې نن بیا پيلېږي

د خلیلزاد او طالبانو ځنډېدلې خبرې نن بیا پيلېږي

د عربي رسنیو د راپورونو په حواله، د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالب استازو ترمنځ مذاکرات چې د دوو ورځو لپاره ځنډېدلي و، نن بیا پیلېږي.

 

د قطر پنځم پړاو خبرې چې د فېبرورۍ میاشتې په ۲۵ امه نېټه پيل شوې وې، د دوو ورځو لپاره د نا څرګندو دلایلو له امله وځنډېدې

 

ځینې طالب سرچینو رسنیو ته ویلي: د قطر مذاکرات ځکه دوه  ورځې وځنډېدل چې امریکا طالب استازو ته وړاندیز کړی و چې اوربند به افغان حکومت اعلانوي او وروستۍ خبرې هم له افغان حکومت سره کوي، نو په همدې دلیل طالبانو د مشورې لپاره دوه ورځې وخت غوښتی و.

 

رویټرز بیا راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونه به د پنځوو کلونو په موده کې له افغانستان څخه وځي، هغه څه چې په وینا يې طالبانو هم ورسره هوکړه کړې ده.

 

طالبانو بیا دغه موضوع رد کړه.

 

تر اوسه مالومه نه ده چې نن به قطر کې طالب استازي او زلمی خلیلزاد په کومو موضوعاتو بحث کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.