د افغانستان د سولې او ملي پخلاینې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد شپږو اروپايي او اسیايي هېوادونو په سفر وتلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، خلیلزاد به په دې سفر کې د یو شمېر اروپايي او اسیايي هېوادونو له مشرانو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.
خلیلزاد به بلجیم، جرمني، ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان ته سفر کوي، چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه به ادامه پیدا کړي.
خلیلزاد ویلي غواړي بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.
یو شمېر هېوادونو ته د خلیلزاد د سفر له پیلېدو سره سم د امریکا د دفاع وزارت سرپرست په نا اعلان شوي سفر نن کابل ته راغلی دی.
خلیلزاد قطر کې له طالبانو سره د تېر پړاو مذاکرات بریالي بللي و
د قطر له مذاکراتو وروسته طالب استازي له یو شمېر افغانانو سره مسکو کې جرګه شول.
مسکو کې طالب استازو رسنیو سره په خبرو کې ویلي و چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سفر له امریکا سره توافق ته رسېدلي دي.
خلیلزاد بیا د طالب استازو د څرګندونو غبرګون کې ټینګار کړی چې افغانستان کې يې د سولې بهیر د ثبات تامین په خاطر پیل کړی دی، له د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هدف.
ولسمشر هم تېره ورځ ننګرهار کې ویلي و چې طالبانو ته په کابل، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې دفتر ورکوي، طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د ولسمشر وړاندیز رد کړی دی.
ولسمشر ویلي و چې سوله په مکه کې ده، نه مسکو کې
Leave a Reply