د خواجه عمري اوسېدونکو افغان ځواکونه ستایلي دي

د خواجه عمري اوسېدونکو افغان ځواکونه ستایلي دي

د غزني  ولایت خواجه عمري ولسوالۍ کې لسګونه قومي مشرانو او ځوانانو ددې ولایت امنیتي مسوولین او سرتېري تقدیر کړي دي.

 

د خواجه عمري اوسېدونکي چې د افغان ځواکونو د ستایلو په هدف راټول شوي وو ویلي، له افغان ځواکونو مننه کوي چې خواجه عمري ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو ونیوله.

 

قومي مشرانو له حکومت غوښتي چې خواجه عمري ولسوالۍ کې د زده کړو او روغتیا بهیر ته ز یات پاملرنه وکړي.

 

بلخوا د غزني سیمه ییزو امنیتي مسوولینو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی چې امنیتي ځواکونه به د خواجه عمري ولسوالۍ د امنیت جدي خیال ساتي.

 

د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ چې زیاته موده د طالبانو په ولکه کې وه، په دې وروستیو کې بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ولوېده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.