د خوست د عامې روغتيا رياست په سرپرست بريد شوى

عامې روغتيا رياستد خوست د عامې روغتيا رياست سرپرست نن سهار په يوه وسله وال بريد كې ټپي شو. د خوست د امنيې قوماندان جنرال فيض الله غيرت وايي چې د خوست د عامې روغتيا رياست سرپرست ډاكټر محمدهاشم سعيدي نن سهار دندې ته روان و چې د خوست ښار د متون سيمې په (كجيري) كلي كې پرې وسله وال بريد وشو.

د امنيېې قوماندان وايي د عامې روغتيا رياست سرپرست ټپي شوى دى. نوموړى وايي د پيښې په اړه څيړنې پيل شوې خو تراوسه يې په تړاو څوك نه دي نيول شوي.  ويل كيږي چې د خوست د عامې روغتيا سرپرست تيره ورځ په خوست كې ګڼ درملتونونه د بې كيفيته او تاريخ تير شويو درملو د پلورلو له امله تړلي وو چې ښايي داكسان په دغه بريد كې لاس ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.