د خوست د هوایي ډګر نامعلوم برخلیک

خوست محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین پروخت داسې ژمنې له خلکو سره کړې چې که په دې ډول عمل کیژي نو لسګونه کلونه به نورې هم وخت واخلي.

د خوست اوسیدونکي وایی دغه دواړو کسانو دوی ته هم دنورو سیمو د خلکو په شان تشې ژمنې ورکړې او اوس یې د عملي کولو هیڅ څرک نه لګیژي. د خوست د ولایتي شورا غړي وایی په دغه حکومت کې حتی هغه پروژې هم په ټپه ولاړې دي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنې کې پیل شوې وې.

په خوست کې د ملکي هوایی ډګر جوړیدل هم له  همداسې برخلیک سره مخ ده. داپروژه دخوست د خلکو به بیا بیا غوښتنه منظور شوه او څو کاله وړاندې یې کارونه هم پیل شول، خو وروسته یې کار ودرید او تر ننه هم پرځای په پرته ده.

د خوست اوسیدونکي وایی په پام کې وه په دې پروژه ۱۵ میلیون ډالره ولګول شي د دې پروژې قراداد هم وشو خو یوازې انګړ یې جوړ او نور کار یې په ټپه ودرید.

عبدالجبار نعیميد دې پروژې دوهمه مرحله د ځغاست ليکې جوړول وو، چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له لوري يې له یوه  افغاني شرکت سره د شاوخوا پنځلس ميليونه ډالر قرارداد لاسليک شو، خو له لږ کار وروسته د دې پروژې ساختماني چارې ودريدې، او تر اوسه هم ځنډيدلي دي. د خوست پخواني والی عبدالجبار نعیمي د کار د ځنډیدو لامل په قرارداد کې فساد بللی و.

کله چې د ولسمشر په توګه محمد اشرف غني کار پیل کړ نو خوست ته په لومړي سفر کې یې  والي ته سپارښتنه وکړه چې دا پروژه وڅیړي او تر باوري کیدو وروسته یې بیرته کار پیل کړي. ولسمشر  یوه میاشت وخت ورکړی و، خو اوس یې پنځه میاشتې تیریژي لاهم دا پروژه په ځای پرته ده.

د خوست د ولایتيی شورا رییس عبدالولي واحدزی یې هم په اړه ناخبري ښیي او وایی که رښتیا فساد شوی وي نو عامل یې باید روښانه شي او که نه نو د ځنډ لامل یې څه دی. خو د خوست ولايت مرستيال  عبدالواحد پټان وايي دا پروژه به ژر پیل شي او د ځارنې له پاره به یې یو مسلکی ټیم وګومارل شي.

اوس ویل کیژي چې دا قراداد بیا هم هغه شرکت ته ورکول کیژي چې تیرځل یې کار ناسم او په ټیټ معیار بلل شوی و.

اوس پوښتنه داده چې ولې دا کار وځنډول شو او بیرته يي بیا هم هماغه  شرکت کار ترلاسه کوي، د خوست اوسیدونکي وايي چې خلکو ته باید حکومت په دې اړه قانع کوونکي دلایل ولري ترڅو خلک پوه شي چې د دوی په برخلیک د لوبو لامل څوک دي ؟

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.