د خوست _ ګرديز سړك نيمګړى پرانيستل شوى

ګرديز _ خوستد دې سړك د پخولو چارې له څو كلونو را په ديخوا پيل شوى چې ځينې يې بشپړې او له ګرديز څخه تر خوست پورې سيمه يې لا هم نه وه جوړه شوې. كه څه هم د  ټولګټو چارو وزارت دوې ورځې مخكې  په کابل کې د يوې غونډې پرمهال د خوست ګردېز سړک پرانيسته وکړه، د خوست والي وايي د ګرديز _ خوست سړك مهمه پروژه بشپړه نه ده او په نيمګړي توګه پرانستل شوې.

نوموړي د خوست ولايتي شورا له غړو او قومي مشرانو سره په يوه خبري غونډه كې وويل، د دوى انجينرانو موندلي، چې د خوست ګردېز سړک له قرارداد خلاف جوړ شوى او ځينې برخې آن اوس ورانې  شوي دي.

هغه وايي، تر اوسه  د سړك چارې نه دي بشپړې شوې او په پټه يې په كابل كې پرانيسته شوې ده .

vlcsnap-2015-12-19-11h02m40s129

د خوست والي حكم خان حبيبي وايي دا  سړک بايد بشپړ شي او وروسته په خپله په خوست يا پکتيا ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، نه په کابل کې د کومې غونډې پرمهال. په همدې حال کې د خوست ولايتي شورا ريسي عبد الولي واحدزى وايي، دا ورته د منلو نه دى، چې د خوست خلکو ستره هيله د ګردېز خوست سړک پر سر دې معامله شي او نيمګړى دې پريښودل شي.

د خوست او پکتيا ولايتونو ترمنځ غځيدلى سړک ١٠١ کيلو ميتره اوږدوالى لري. د دې سړک د جوړيدو چارې نهه کاله وړاندې پيل شوې وې، په  ټوليز ډول په دې سړك  د امريکا متحده ايالاتونو د پرمختيايي ادارې له خوا  ٢٣٢ ميليونه ډالر لګول شوي دي  .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.