د (خوښۍ) ډزو دوه تنه ووژل

ننګرهار - ماشومپه ننګرهار كې د خلكو  د خوښۍ په ډزو كې دوه ماشومان وژل شوي دي. رپوټونه وايي چې تيره شپه دا ډزې خلكو د افغانستان د كركټ لوبډلې تر بريا وروسته كړې دي.

په ننګرهار كې د عامې روغتيا رياست مسولين وايي چې له دې امله دوه ماشومان په مرميو لګيدلي او وژل شوي دي. امنيتي چارواكو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ننګرهار اوسيدونكي وايي چې د دغه ولايت چارواكي په دې اړه په خپلو دندو كې پاتې راغلي او دا څووم ځل دى چې دا ډول ډزې كيږي خو مخه يې نه ده نيول شوې.

د ننګرهار اوسيدونكي وايي دا ډزې ډيرې پوليس، د ملي شورا او ولايتي شورا د استازو ساتونكي او نور هغه كسان كوي چې په حكومت كې دندې لري او وسلې لري. دوى وايي عادي خلك دا كار نه شي كولاى ځكه چې وسلې نه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.