د دارالامان ماڼۍ د بیا رغېدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي

د دارالامان ماڼۍ د بیا رغېدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي

د دارالامان ماڼۍ د بیا رغاونې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د ماڼۍ د رغاونې مسوولین وايي، د دې ماڼۍ د بیا رغاونې چارې به د خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمې کالیزې نمانځلو پورې بشپړې شي.

دارالامان ماڼۍ درې پوړه لري چې ۱۵۴ خونې په کې موجودې دي.

یاده ماڼۍ کورنیو جګړو کې سخته ویجاړه شوې وه چې اوس بیا په همغه شان جوړېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.