د داعش رهبرۍ افغانستان لپاره خپل نوی مشر ټاکلی

د داعش رهبرۍ افغانستان لپاره خپل نوی مشر ټاکلی

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې نهمه: ملګري ملتونه راپور ورکوي چې په افغانستان کې داعش د خراسان څانګې لپاره نوی مشر ټاکلی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا راپور ورکوي چې تر اپرېل میاشتې پورې په افغانستان کې د داعش مشر مولوي ضیاء الحق و چې د ابوعمر الخراساني په نامه هم پېژندل کېده. اوسنی مشر چې ضیاء الحق پر ځای راغلی، مولوي عبدالله نومېږي چې تجارتي نوم يې مولوي اسلم فاروقي دی. د داعش نوی مشر مولوي عبدالله وړاندې له دې د خیبر ایجنسۍ د عملیاتو مسئول وو.

راپور وايي چې مولوي ضیاء الحق ځکه لرې شو، چې د ۲۰۱۸ په دویمه نیمايي کې په ننګرهار کې اجراآت کمزوري وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.