د داعش پرضد پوځي عمليات پيل شول

داعشیاند افغانستان د دفاع وزارت وايي په ننګرهار كې د داعش پروړاندې عمليات پيل كړي دي. په ننګرهار كې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان محمد نسيم سنګين وايي دا عمليات به ترهغه دوام وكړي چې په اچين كې د داعش وسله وال له سيمې و ايستل شي او هغو كسانو ته په خپل كورنو كې د استوګنې زمينه برابره شي چې له دې امله يې نورو سيمو ته كډه كړې ده.

هغه وايي په دغه عملياتو كې به (ولسي پاڅونوالو) ته هم د ځاى پرځاى كيدو زمينه برابره شي. په ا چين كې چې په افغانستان كې په لومړي ځل داعش په كې وسله وال فعاليتونه پيل كړل د ولسي جرګې د مرستيال ظاهر قدير سلګونه وسله وال ځاى پرځاى شوي دي. ظاهر قدير په اچين كې د داعش سره د مقابلې په نامه تر شپږ سوو پورې وسله وال ځاى پرځاى كړي چې په دې وروستيو كې د ملي امنيت له خوا د  پاڅوانوالو په چوكاټ كې شامل شول.

داعشیاند دفاع وزارت تردې وړاندې هم په دغه سيمه كې عمليات كړي و خو لاهم داعش هغه سيمې په واك كې لري چې مخكې يې درلودې. د دفاع وزارت چارواكي وايي په دغه عملياتو كې ځواكونه هوايي همكاري هم لري او د داعش سنګرونه به له منځه يوسي.

د افغان هوايي ځواكونو سربيره په ننګرهار كې د داعش پرضد د امريكا څارګره اداره هم هوايي بريدونه كوي. په دغه بريدونو كې د افغان چارواكو په وينا تراوسه له يوسل او پنځوس ډير داعشيان وژل شوي او د دوى د راديو يوه دستګاه يې هم له منځه وړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.