د داعش په تړاو د کابلوف تازه څرګندونې

د داعش په تړاو د کابلوف تازه څرګندونې

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي: که طالبان له تاوتریخوالي او جګړې لاس واخلي، نو له افغان ځواکونو سره په ګډه کولای شي داعش ډله پښو وغورځوي.

 

هغه دا هم ویلي چې نه یوازې داعش، بلکې هره ډله په ګډه سره ماتېدای شي.

 

کابلوف طالبانو ته په اشارې ویلي: خپل مسایل دې د پردیو پر ځای په خپل منځ کې حل کړي.

 

روسیې په وار وار افغانستان کې د داعش ډلې له حضور اندېښنه ښودلې ده، هغه څه چې افغان حکومت په ځلونو ویلي چې داعش ډله یې افغانستان کې له پښو غورځولې ده او نور له افغان سرتېرو سره د مخامخ جګړې وړتیا نه لري.

 

افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د ننګرهار په ګڼو سیمو کې د داعش پر ضد ځپونکي عملیات ترسره کړي چې دغه ډله يې له قوي ماتې سره مخ او تېښتې ته يې اړ کړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.