د داوړ او غفور ټوېټري شخړه

د داوړ او غفور ټوېټري شخړه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ د پاکستان د پوځ له ویاند اصف غفور سره د ټوېټر له لارې شخړه کړې او یو بل ته یې د پېغور ژبه کارولې.

 

محسن داوړ د فرشتې له قضیې وروسته پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل ” جغرافیې بدلېږي، خو قامونه نه بدلېږي. زه افغان وم، افغان یم او افغان به و اوسم “.

 

د محسن داوړ له دغه ټوېټ یوه ورځ وروسته د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور داوړ ته په خطاب کې لیکلي ” شناختي بحران ناروغي ده ” .

 

د غفور د ټویټ په ځواب کې بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ لیکلي ” د ځواک او طاقت نشته بېماري او ناروغي ده “.

 

د محسن داوړ دغه ټویټ چې زه افغان یم، په نړیواله کچه د افغانانو له تود هرکلي سره مخ شوی دی او له هغه يې ملاتړ کړی دی.

 

د محسن داوړ د خبرو غبرګون کې پاکستان کې ځینو پاکستانیانو ویلي چې محسد داوړ دې له قومي اسمبلۍ و ایستل شي او غړیتوب دې ترې واخېستل شي.

 

د پاکستانیانو له دغې غوښتنې او کمپاین وروسته، کوزه پښتونخوا کې یوه فعاله پښتون مختار خان یوسفزي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي  “محسن داوړ په پاکستان کې اوسېدونکی يواځينی افغان نه دی؛ په دې ملک کې شبږ کروړه افغانان په دوه لاکه ۸۶ زره مربع کلوميټره خپله خاوره باندې اباد دي، د اسمبلۍ غړيتوب محسن داوړ يا بل افغان ته چا په خېرات کې نه دی ورکړی “.

 

له محسن داوړ وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ثنا اعجاز تازه ویلي: دا تاریخي حقیقت دی چې مونږ افغانان یو.

 

د پاکستان او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ له لوبې وروسته چې افغانستان په بېساري ډول پاکستانۍ لوبډلې ته سختې ماتې ورکړه، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي علي وزیر ویلي و، له افغان لوبډلې سره د دوی دعا هم وه.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.