د (درقد) دنيولو عمليات پيل شوي

تخار درقدد تخار په درقد ولسوالې كې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي. د تخار د پوليسو وياند خليل اسير وايي چې دا عمليات نن سهار پيل شوي او ترهغه به دوام وكړي چې دا ولسوالي په بشپړه توګه له وسله والو پاكه شي.

نوموړى وايي په دې عملياتو كې تراوسه د طالبانو د درقد د ولسوال په شمول ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي. نوموړى وايي په دې عملياتو كې يو امنيتي سرتيرى هم ټپي شوى دى. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.