د دفاع وزات په ودانی سل ملیون ډالره ډیر لګښت شوی

سيګارسیګار وایی د افغانستان د ملي دفاع وزارت په ودانې له هغه سل میلیون ډالره ډیر لګښت شوی چې مخکې اټکل شوی و. د افغانستان د دفاع وزارت نوې ودانې چې (کوچنی پنتاګون) یې هم بولي د امریکا متحده ایالاتو په مرسته جوړه شوې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د دغه ودانې د جوړولو له پاره ۴۸،۷ میلیون ډالره اټکل شوی و، خو په دغه ودانی له ۱۵۴ میلیون ډالرو ډیر لګښت شوی دی.

دامریکا متحده ایالاتو ځانګړی مفتش (جان سوپکو)  پراخ فساد، کمزورې څارنه او ناسم مدیریت هغه لاملونه بللي چې وایي له امله یې  په تیرو کلونو کې د امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې ملیاردونه ډالره مرسته خوړل شوې ده.

جان سوپکو وایی د افغانستان د ملي دفاع وزارت نوې ودانې ډیرې نیمګړتیاوې هم لري چې زلزله او دوامداره اورښت یې زیانمنولای شي.

په دغه رپوټ کې چې د پنجشنبه په ورځ خپور شوی راغلي د افغانستان د دفاع وزات له پاره په ۱۵۵ میلیون ډالره جوړه شوې ودانې په عمومي ډول ښه جوړه شوې، خو څو ستونزې لري چې باید و ارزول شي.

سیګار په خپل رپوټ کې وایی ودانې د زلزلې پروړاندې مقاومت نه لري، د بام د اوبو د وتلو له پاره یی لاره محدوده ده  او لوړوالی یې هم معیاري نه دی. د امریکا د مرستو د څارنې دفتر وايی دا ودانې یې شپږ ځلې ارزولې ده.

په پام کې وه دا ودانې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت له بودجې څخه په ۴۹میلیون ډالره پانګه په اتلسو میاشتو کې جوړه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.