د دفاع وزارتونو مستقيمه كرښه

دولت وزيريد افغانستان او پاكستان د پوځي قوماندانانو ترمنځ د مستقيمې اړيكې كرښه جوړه شوې ده. د افغانستان  د دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي د پاكستان او افغانستان د پوځي ځواكونو د اوپراسيون د رييسانو ترمنځ د تيليفون يوه مستقيمه اړيكه جوړه شوې چې كه د سرحد په دواړوو خواوو كې كومه پيښه كيږي او له تكتيكي لارې يې ستونزه حل نه شي هغه په دې كرښه تماس نيسي او په ګډه يې حل لاره مومي.

هغه وايي چې په تير كې هم د پوځي قوماندانانو ترمنځ داسې اړيكه موجوده وه خو دا ځل دا اړيكه په لوړه كچه ټينګه شوې ده. په همدې وخت كې د پاكستان د پوځ وياند جنرال عاصم بجوا وايي په دې اړه د تيرې يكشنبه په ورځ افغانستان ته د پاكستان د لوى درستيز جنرال راحيل شريف د سفر په وخت كې پريكړه شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.