د دفاع وزارت د نيژدې پنځوس وسله والو د وژلو ادعا كړې

افغان امنيتي ځواكونهد ملي دفاع وزارت وايي په تيرو څلورويشتو ساعتونو كې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو كې د افغان امنيتي ځواكونو په عملياتو كې څلور څلويښت وسله وال وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي دا عمليات د وردګو ولايت په دايميردادو ولسوالۍ، د كندهار په ميوند، د هلمند په سنګين، د بغلان په ډنډ غوري ولسواليو كې شوي دي. سرچينه وايي په دغه عملياتو كې اوه ويشت نور وسله وال ټپييان شوي او يو ژوندى نيول شوى دى.

د ملي دفاع وزارت چارواكي وايي په عملياتو كې درې د ملي اردو سرتيري هم وژل شوي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.