د دهلې بند پرانیستل شو

د دهلې بندد کندهار د دهلې بند د امریکا د نړیوالې پرمختیایی ادارې په مالي مرسته په څلورو کلونو کې جوړ شوی دی. د کندهار والی همایون عزیزي وایي د بند په بشپړیدو سره به د ځمکو د خړوبولو په برخه کې د څلورو ولسوالیو د خلکو ستونزې حل شي.

هغه وایی دا کار د یوه ترکي شرکت له خوا د ۷۱ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت بشپړ شوی دی. والي وايي په کرنیزه  برخه کي يي کارونو ته لومړيتوب ورکړى او هره پروژه که نوي پيلیږي  اويا هم له پخوا څخه نيمګړى پاتي وي ژرترژه به يي کارونه بشپړ کړي.

په ورته وخت کي د کندهار اوبولګولو ريس شیرمحمد عطایي وايي دې پروژي دوه برخي درلودې چي په لومړی برخه کي يي د اوبو لويي دروازې او په دوهمه برخه کي يي د بند جوړول او ورسره دپنځه کيلو متره سرک جوړول شامل وو.

هغه وايي چي د دي پروژي په بشپړيدو به دکندهار د پنجوايي، ارغنداب، ژيړي او ډنډو ولسواليو د اوسيدونکو هغه ستونزه هواره شي چي د ځمکو د خړوبولو په برخه کې  يي درلوده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.