د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ خلک راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې برخه نه شي اخېستلی.
دهنه غوري ولسوالۍ کلونه کېږي د طالبانو په منګولو کې ده او خلک یې د ولسي جرګې له ټاکنو هم بې برخې شوې وو.
اوس د ولایتي شورا غړي له حکومت غوښتنه کوي چې دغه ولسوالي دې د طالبانو له منګولو آزاد او خلکو ته دې د رڼو ټاکنو زمینه مساعده کړي.
د بغلان ټاکنو کمېسیون وايي، دوی هېڅ ستونزه نه لري او که امنیتي ځواکونه یادو سیمو کې امنیت ونیسي، دوی تیار دي چې د رایو ورکوونکو د نوم ثبتونې مرکزونه هم ورته جوړ کړي.
بغلان کې د رایې ورکوونکو د نوم ثبتونې تقویتي بهیر په ۱۴ ښځینه اونارینه مرکزونو کې فعال دي، خو دهنه غوري ولسوالۍ په بشپړ ډول، د پلخمري ډنډغوري، ډنډ شهاب الدین، د مرکزي بغلان ولسوالۍ ښار غرب ته پراته لسګونه کلي او یو شمېر برخې د بورکې ولسوالۍ هغه سیمې دي چې د وسله والو طالبانو د شتون له امله یې خلک له نوم ثبتونې بې برخې دي.
د بغلان اوسېدونکو هم د دې ولایت پر نورو ولسونو غږ کړی چې جمهوري ریاست ټاکنو ته دې چمتووالی ونیسي او ګډون دې په کې وکړي.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د نوم لیکنې لپاره ۶۷۹ مرکزونه خلاص شوي چې ۲۴۷ یې یوازي په غزني ولایت کې دي او دغه بهیر چې د ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې پيل شوی د سرطان میاشتې تر اتمې نېټې به دوام ولري.
Leave a Reply