د دوحې مذاکراتو دویمه ورځ

د دوحې مذاکراتو دویمه ورځ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د قطر دفتر استازو ترمنځ د سولې خبرې نن هم په دوحه کې روانې دي.

راپورونه وايي، چې دواړه خواوې به نن افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په څرنګوالي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهالوېش، تور لېست او د بندیانو په خوشې کېدو بحث وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تېره  ورځ ویلي و چې استازي يې له زلمي خلیلزاد سره په خبرو بوخت دي.

ځینو طالب سرچینو رسنیو ته ویلي، چې له زلمي خلیلزاد سره يې پرونۍ خبرې ډېرې ګټورې وې.

تر اوسه مالومه نه ده چې د قطر په روانو مذاکراتو کې په کومو مواردو هوکړه شوې ده

Leave a Reply

Your email address will not be published.