د رخشانې مور وايي لور یې د واده څخه د انکار کولو قرباني شوه

رخشانهرخشانه هغه جینۍ وه چې څه موده مخکې یې فېسبوک ته د سنګسارېدو ویډیو راووتله. په ویډیو کې وسله‌وال کسان چې عام خلک هم ورسره مل ښکاري یوه ځوانه ۱۹ کلنه جینۍ لومړی سنګساروي، بیا یې په یوې کنده کې دروي او تر هغو یې په تیږو ولي چې ساه یې وخېژي. دا پېښه د غور ولایت د مرکز په خواوشا کلي (غلمین) کې رامنځته شوې وه. په ویډیو کې خواوشا خلک هېڅ رنګ عکس‌العمل له ځانه نه ښکاره کوي او په پوره وحشت سره دا جینۍ وژني.

په رخشانې د ناروا جنسي اړیکو د لرلو تور لګول شوی و، خو آیا رښتیا هم همداسې وه؟

د رخشانې مور وايي: لور یې په زور له کوره ویستل شوې او څو ساته وروسته یې ورته جنازه کور ته راوړل شوې. هغه ټینګار کوي چې لور یې هېڅ ګناه نلرله او له واده څخه د انکار کولو قرباني شوه. هغې له دولته غوښتنه وکړه چې د لور وژونکي یې د قانون پنجو ته وسپاري.

رخشانهد ځايي چارواکو له خولې رخشانه څو کاله مخکې ایران ته خپلو خپلوانو کره په دې خاطر تښتېدلې وه چې مور او پلار یې هغه یو له عمره ډېر پوخ سړي سره واده کوله. وروسته له هغې چې کورنۍ یې په زور له ایرانه راوستله، په زور او شکنجه یې هغه یو بل بوډا سړي ته واده کړه. کله چې له دې بوډا سړي څخه د نجات په موخه بیا وتښتېده نو دا ځل د وژلو وړ وګڼل شوه.

د غور د ښځو د چارو رییسه، ماصومه انوري وايي چې دا کار طالبانو کړی او زیاتوي چې د رخشانې د سنګسارولو فیصله په یوې طالبي صحرايي محکمه کې شوې.

خو په کابل کې ځینې مدني فعالان وايي چې د دې پېښې عاملین طالبان نه بلکې سیمه ییز قومي مشران وو. په کابل کې مدني فعاله او د ښځو د حقونو مدافع وږمه فروغ وايي چې هغه د دې خبرې په کولو د طالبانو له دایمي وحشته انکار نه کوي خو په دې کار کې یوازې سیمه‌ییز قومي مشران دخیل وو. هغې زیاته کړه چې د چارواکو او سیمه‌ییزو خلکو لخوا د طالبانو ټکی ځکه کارول کېږي چې په خپل جرم پرده واچوي. د هغې له نظره دغه سیمه‌ییز مشران هم طالبي او قبیلوي وروسته پاتې ذهنیت لري او په ډېرو مسایلو کې یې توپیر نشي کېدی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.