د روان کال لومړیو درېیو میاشتو کې د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق ۲۵۸ قضیو ته رسېدنه شوې

د روان کال لومړیو درېیو میاشتو کې د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق ۲۵۸ قضیو ته رسېدنه شوې

له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، د تدقیق او څېړنې په موخه د نشه یي توکو د قاچاق ۲۵۸ قضیې؛ دغه مرکز ته رسېدلې دي.

له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز ویاند، خالد موحد، د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق د ۲۵۸ قضیو په تړاو، ۳۲۱ تنه نیولي او د څېړنو په موخه یې له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته لېږلي دي.

موحد زیاته کړه، د عدلي او قضایي مرکز د تدقیق، بررسۍ او لابراتوار مدیریت یادو قضیو ته تر رسېدنې وروسته، ټولې دوسیې او شکمن کسان د زیاتو څېړنو په موخه له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، ځانګړې څارنوالۍ ته استولي دي.

هغه وویل، د روان کال د لومړیو درې میاشتو په اوږدو کې له نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د ابتداییه محکمې لخوا، ۲۹۳ تنو ته له یوه کال څخه تر ۳۰ کلونو پورې د بند سزا اورول شوې ده.

همدارنګه له نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د استیناف محکمې د ۱۴۸ قضیو په تړاو، ۲۰۲ تنو ته د بېلابېلو تنفذي بندونو سزا اورولې ده.

دغه راز له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د استیناف او ابتداییه محکمو؛ د الزام د کافي دلایلو د نشتون له امله د عامه خدمتونو د ۱۰ مؤظفینو په ګډون، ۱۸ تنو ته برائت ورکړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.