د روسي پيلوټ د وژونكي څرګندونې

«حريت»د روسي الوتکې وژونکي تركي په سوريه كې د بشار الاسد پروړاندې جګړه كې د خپل ګډون پخلى كړى دى.

په تركيه كې د «حريت»  ورځپاڼې ويلي  «آلپ ارسلان چيليك» چې يوه روسي الوتكه يې د سوريې په خاوره كې را وغورځوله اعتراف كړى چې د سوريې د مخالفينو په ليكو كې د بشارالاسد پروړاندې جنګيږي.

«حريت» د روسيې الوتكو د پيلوټ د وژونكي انځورونه خپاره كړي او وايي «آلپ ارسلان چيليك» چې په استانبول كې يې د  «ابراهيم كوچوك» د جنازې په مراسمو كې ګډون كړى و ويلي: «چې هم سوريې ته ځي او هم دلته دى او بيرته به هم سوريې ته لاړ شي.»

«حريت» وايي د «تركيې د ملي حركت  ګوند د استنابول د فتحې د يوې څانګې مسول «ابراهيم كوچوك» په سوريه كې وژل شوى و.

«آلپ ارسلان ويلي» : «ابراهيم كوچوك د ده له نيژدې دوستانو دى او په سوريه كې له دوى سره و.»

كوچوك له څو نورو كسانو سره د سوريې په  «جبل تركمان » سيمه كې په يوه هوايي بريد كې ووژل شو. «دوغان»  خبري آژانس هم د روسيې پيلوټ له وژونكئ سره مركه كړې او تركيي رسنيو بيا ليكلي: «هغه څوك چې روسان يې په لټه كي دي په استانبول كې را څرګند شو.»

دا په داسې حال كې ده چې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له تركيې غوښتي و هغه كسان ونيسي او محاكمه يې كړي چې د روسيې پيلوټ په وژلو كې لاس لري.

د روسيې يوه جټ  الوتكه د ۲۰۱۵م كال د نومبر په ۲۴ مه د تركيې د يوې اف شپاړس الوتكې له خوا د سوريې په فضا كې وويشتل شوه. د سوريې په خاوره كې فعالو سوري وسله والو  د دغه الوتكې پيلوټ په ډزو وواژه چې په يوه پراشوت كې ځمكې ته را كوزيده. ترهغه وروسته د تركيې او روسيې ترمنځ اړيكي خړې پړې شوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.