د روسې او طالبانو شريكې ګټې

ضمیر کابلوفد افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، د داعش خلاف جګړه كې  د همكارۍ په موخه له طالبانو سره اړيكه ټينګه كړې ده. ضمیر کابلوف انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي چې د داعش ډلې خلاف جنګ کې د روسیې او طالبانو ګټې سره ورته دي.

دا لومړی ځل دی چې په ښكاره د روسيې لوړ پوړى دپلومات وايي  له طالبانو سره يې ګټې شريكې دي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، مسکو طالبانو سره د معلوماتو د تبادلې لپاره ارتباطي شبکې جوړې کړي دي. هغه انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي چې  د داعش خلاف جګړه  کې روسیه او طالبان ورته ګټې لري.

دا په داسې حال كې ده چې روسيې څه موده مخكې اعلام كړى چې افغان دولت ته به لس زره كلاشينكوفونه وركړي. ضمير كابلوف په خپلو نويو څرګندونو كې ويلي چې دا وسلې د يوې سوداګريزې معاملې په توګه افغان حكومت ته وركوي.

د افغانستان د دفاع وزارت په دې اړه تند غبرګون ښودلى دى. په دې وزارت كې چارواكو ويلي چې د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې يواځينى لاره د افغان حكومت پياوړي كول او ورسره مرسته ده.

روسيه په داسې حال كې له طالبانو سره د ګډو ګټو خبره كوي چې دغه هيواد په منځنى آسيا كې د افغانستان په پوله هم زرګونه سرتيري ځاى پرځاى كړي دي. بلخوا امريكايي چارواكو مخكې خبردارى وركړى و چې داعش غواړي د افغانستان په ننګرهار ولايت كې يوه داسې مركز جوړ كړي چې له لارې يې په منځنى آسيا كې خپل فعاليتونه تنظيم كړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.