د زابل په اټغر كې هيڅ روغتيايي خدمتونه نشته

زابلد زابل په ډيرو سيمو كې خلكو ته عادي خدمتونه نشته. د دغه ولايت د اټغر ولسوالۍ اوسيدونكي وايي اته میاشتي کیږي چې پدي  ولسوالۍ کې د نامعلومه دلايلو له  امله هيڅ روغتيايي خدمتونه نه وړاندي کيږي. دوي وایي اتغر ولسوالۍ له مرکز قلات څخه ٧٠ کیلومتر لري ده چي ډيرى ناروغان يي دعادي ناروغى له امله په لاره ساه ورکوي.

دوى وايي: (كلينيك نشته، ناروغان يا كندها رته وړو يا كلات ښار ته چې اتيا كيلومتره لاره ده، هيڅ امبولانس نشته، دولت دې دغو خلكو ته هم د دې هيواد د خلكو په سترګه وګوري.)

د دغه ولسوالې يو بل اوسيدونكى وايي:(ناروغان مو د لارو د خرابۍ له امله تر شينكۍ هم ژوندي نه رسيږي په لاره كې ساه وركوي، په لاره كې ماينونه دي.)

ښايي دا هم د هغه پوليسو، ښوونكو او زده كوونكو په شان وي چې حضور نه لري خو لګښت يې حواله كيږي او شخصي جيبونو ته ځي. د زابل ولایت د عامې روغتیا رييس ډاكټر لعل محمد توخى هم دا مني چې له تیرو اتو میاشتو راهیسي په اتغر ولسوالۍ کې روغتيايي خدمتونه نه لري خو وايي چي دغه روغتيايي مرکز يي دناامنيو له امله تړلى وو چي اوس يې بيرته فعاليت پيل كړى.

يوازي اتغر ولسوالۍ نده چي اوسیدونکي يي دروغتيايي مرکزونو دجوړيدو غوښتنه کوي ددى ترڅنګ دزابل په ټولو ولسواليو کي اوسيدونکي دروغتيايي خدمتونو د کموالي څخه سر ټکوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.