د زبيرخاكسار د وژلو په تور درې تنه نيول شوي

حضرت حسين مشرقيوالننګرهار كې د ليكوال او ژورنالست زبيرخاكسار د وژلو په تور درې تنه نيول شوي دي. د ننګرهار د امنيې قومانداني وايي داكسان د زبيرخاكسار خسر، اوښى او باجه دي. د ننګرهار د والي فرهنګي سلاكار او ليكوال زبيرخاكسار تيره اونۍ په ننګرهار كې په ډزو ووژل شو.

دا چې د وژنې لامل يې څه و او دغو كسانو خاكسار ولې وژلى امنيتي چارواكي يې په اړه د جزياتو له وركولو ډډه كوي. د ننګرهار د امنېې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال وايي: (زبيرخاكسار د كورنيو دښمنى له امله وژل شوى دى.)

د زبير خاكسار د كورنۍ غړو مخكې ويلي وو چې دوى له هيچا سره شخصي دښمني نه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.