د ننګرهار د والي فرهنګي سلاكار او د دغه ولايت د ملي راديو تلويزيون كار كوونكي محمد زبير خاكسار تيره شپه په اتو بجو او ديرشو دقيقو د دغه ولايت په سره رود ولسوالۍ كې د وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼى وايي چې زبير خاكسار د سره رود د «خركارانو» په نامه كلي كې په ډزو وژل شوى دى.
سرچينه وايي چې په نوموړي په خپل موټر كې ډزې شوې دي. د ننګرهار امنيتي مسولين وايي په دې اړه څيړنې پيل شوي خو تراوسه په دغه تړاو څوك نه دي نيول شوي.
په پام كې ده د هغه جنازه نن په ننګرهار كې د مراسمو په ترڅ كې خاورو ته وسپارل شي. تراوسه د دغه وژنې مسوليت چاپرغاړه نه دى اخيستى.
Leave a Reply