د زلمي خلیلزاد او طالبانو بل پړاو خبرې

د زلمي خلیلزاد او طالبانو بل پړاو خبرې

 

ټاکل شوې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د روان کال فبرورۍ میاشتې په ۲۵ نېټه یو ځل بیا له طالب استازو سره د قطر په دوحه کې وګوري.

د فبرورۍ میاشتې د ۲۵ مې ناستې خبره د قطر د بهرنیو چارو وزارت یو استازي رویټرز ته کړې ده.

تر اوسه مالومه نه ده چې خلیلزاد به راروانه میاشت کې له طالبانو سره په کومو مسایلو خبرې وکړي؟

وړاندې داسې ګنګوسې وې چې ګنې زلمي خلیلزاد قطر کې له طالبانو سره ځینو مواردو کې هوکړې ته رسېدلی دی.

خلیلزاد تېره شپه ارګ کې له ولسمشر سره لیدلي او د قطر ناستې وروستي جزییات یې ورسره شریک کړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، زلمي خلیلزاد د رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې دوی له طالبانو سره یو شمېر مواردو کې هوکړې ته رسېدلي.

خلیلزاد وايي، د موقت حکومت جوړېدو او اوربند اعلان یوازې د افغان حکومت صلاحیت دی

Leave a Reply

Your email address will not be published.