د زورواکو د بې وسلې کېدو لپاره کابل کې ځانګړي ځواکونه مېشت شول

د زورواکو د بې وسلې کېدو لپاره کابل کې ځانګړي ځواکونه مېشت شول

 

کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د نامسووله وسله والو د بې وسلې کېدو لپاره ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي او هغوی ته یې د تیار شئ امر کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، که چا د پولیسو له لار ښووني سر غړونه وکړه، پولیس حق لري چې ډز پرې وکړي.

وزارت خبرداری ورکړی، چې هېڅوک حق نه لري څو په دننه ښار کې له درنو وسلو سره وګرځي

کورنیو چارو وزارت همدا راز یو ځل بیا زورواکو ته خبرداری ورکړی، که ژر تر ژره ځان پولیسو ته تسلیم نه کړي، بانکي حسابونه به یې بند شي

Leave a Reply

Your email address will not be published.