د سانچارک د اربکیانو قوماندان ووژل شو

سرپلپه سرپل کې چاودنې د اربکیانو یو قوماندان وواژه. دا چاودنه نن ماسپښین د سرپل ولایت په مرکز کې وشوه. د سرپل د ولایتي شورا رییس مولوی نورمحمد بیک وایی په دغه چاودنه کې چې د عزیزي بانک مخې ته شوې د سانچارک ولسوالۍ د اربکیانو یو قوماندان وکیل خان وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه وایی په ټپیانو کې یو ماشوم او درې د وکیل خان ساتونکي دي. دیارلس کلن خال محمد چې په ښار کې په لاسي کراچې کار کوي او  په دغه پیښه کې ټپي شوی وايی: «یو تن ورته د هګیو یو کارتن ورکړ چې په کراچې کې یې نوي ښار ته یوسي، خو چې کله د بانک مخې ته ورسید نو نور پوه نه شو چې څه وشول.»

د وکیل خان ساتونکي وایی بانک ته د معاش اخیستلو په موخه راغلي وو. د سرپل یو شمیراوسیدونکي چې د پیښې پروخت په بانک وو د بانک په ساتونکو نیوکه کوي چې د چاودنې د عامل په نیولو کې یې هیڅ هڅه ونه کړه او هغه وتښتید.

Leave a Reply

Your email address will not be published.