د (ستاره افغان) خپرونې د ثبت له امله يوه سيمه تړل شوې

ستاره افغانله هغه وروسته چې وسله والو طالبانو په كابل كې د طلوع تلويزون په كارمندانو ځانمرګى بريد وكړ دغه تلويزيون خپل امنيتي تدابير ډير كړي دي. نا تاييد شوي رپوټونه وايي چې وسله والو طالبانو طلوع تلويزيون ته خبردارى وركړى چې د (ستاره افغان) خپرونه هم بنده كړي، هغه خپرونه چې د همدې تلويزيون له خوا څو كلونو را په ديخوا خپريږي.

خو طلوع نه يوازي دا خپرونه نه بندوي بلكه د دغه خپرونې د ثبت په موخه يې كلك امينتي تدابير نيولي دي. د كابل د همزنګ څلور لارې ته څيرمه د ګذرګاه په سيمه كې د بيات ميډيا سنتر مخې ته د دغه خپرونې د ثبت په موخه خورا كلك امنيتي تدابير نيول شوي دي.

لسګونه پوليس د واټ په دواړو څنډو كې ولاړ وو. واټ هم يو طرفه شوى او د دواړو لورو موټر په يوه خوا كې تلل. په دې سيمه كې سلګونه دوكانونو، هوټل او نورو عامه ځايونه تړل شوي. د يوه خپرونې (ستاره افغان) د ثبت له پاره لسګونه امنيتي سرتيري ګومارل شوي او د ګڼو خلكو كار يې له ستونزو سره مخ كړى دى.

د حيرانتيا وړ خو داده چې امنيتي ځواكونو خلكو ته هم ناسم معلومات وركول، په دغه سيمه كې خلك وايي پوليسو د دوى مخه نيوله چې د دارالامان په سړك دهمزنګ ته لاړشي، خو كله به يې چې د لامل پوښتنه وكړه پوليسو به ويل چې وسله وال ننوتي او ياله چاوديدونكو توكو ډك موټر نيول شوى دى، حال داچې داسې نه وه او د ستاره افغان د ثبت له پاره امنيتي تدابير نيول شوي وو.

د دې سيمې اوسيدونكي وايي دا خپرونه بايد په داسې ځاى كې ثبت شوې واى چې هغه د خلكو له كورونه او نور كاروبار ليرې واى. د كابل امينتي چارواكي هم په داسې حال كې چې تر څلويښت سلنه افغان د وسله والو طالبانو ته لويدلى، د يوه خصوصي تلويزيون د يوې سوداګريزې خپرونې د جوړولو په موخه سلګونه كسان ګومارلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.