پوځي عملیات امنیت نه شي راوستلای

محمد ګلاب منګلد سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت وایی د خلکو له ملاتړ پرته په هیواد کې د امنیت ټینګښت او ښه حکومتوالي ناشونې ده. د سرحدونو قومونو او قبایلو وزیر محمد ګلاب منګل چې خوست ولایت ته تللی و د خلکوپه یوه غونډه کې ګډون وکړ.

هغه وویل لویې پکتیا او په ځانګړې توګه خوست د حکومتو په جوړښت کې د تاریخ په اوږدو کې ټاکوونکی رول لوبولی او اوس هم باید دا ولسونه د خپل حکومت په ملاتړ کې ټینګه همکاري وکړي. هغه وویل غواړي د قومي جوړښتونو په همكارۍ اوسنى ستونزې حل كړي.

منګل وويل، امنيتي ځواکونه د عملياتو په لړ کې د لنډ مهال امنيت رامنځته کوي، خو که خلک له دولت سره همکار شي،په سيمه ييزو قومي جوړښتونو په عملي کولو سره اوږدمهالى ثبات رامنځته کولاى شي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير وویل : «په خوست کې به د قبايلو پخوانۍ ليسه بيا فعاله او د خوست د سرحدي ولسواليو ځوانانو ته به په کابل کې د ليليه ښوونځي او نيمه لوړو زده کړو لپاره ځانګړي برخه ورکړي.»

په همدې حال کې د خوست والي وايي، دغه ولايت ته ډېر پام نه دى شوى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.