د سعودي او ایران د کړکیچ په اړه د عالمانو شورا دریځ

د افغانستان د عالمانو شوراد افغانستان د عالمانو شورا د سعودی عربستان او ایران ترمنځ د وروستی کړکیچ په اړه خپل دریځ روښانه کړ.  د عالمانو شورا د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دا کړکیچ په اسلامي نړی کې د تشویش وړ ګرځیدلی دی. د عالمانو شورا وایی د پنجشنبه په ورځ یې په کابل کې د اهل تشیع او تسنن دیني عالمانو غونډه وکړه او په پای کې یې دا اعلامیه صادره کړه.

د عالمانو شورا له دواړو هیوادونو غوښتي چې په دې حساس تاریخی وخت کې د اسلام د دښمنانو توطیو ته متوجه واوسي او خپلمنځی ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

دغه شورا د اسلامی همکاریو له سازمان، ملګرو ملتونو او نورو اسلامی او نړیوالو بنسټونو غوښتی چې د دغه ستونزې په حل کې هر اړخیزه هڅه وکړي او د وضعې د خرابئ مخه ونیسي. د ایران او سعودي عربستان ترمنځ دپلوماتیکي اړیکي له هغه وروسته کړکیچن شول چې په سعودي کې د یوه شیعه ملا تر اعدام وروسته په تهران کې د سعودي عربستان سفارت وسوځول شو او سعودي هم له ایران سره خپل د پلوماتیکي اړیکي و شلول.

(د افغانستان د عالمانو شورا اعلامیه)

Leave a Reply

Your email address will not be published.