د سميع الله صميم ساتونكو يو پوليس ډبولى دى

سميع الله صميمپه ولسي جرګه كې د فراه د خلكو استازي سميع الله صميم يو پوليس ډبولى دى. د كابل د پوليسو مسولين وايي چې پوليسو د بهرنيو چارو وزارت په سړك كې د دروازې په رغولو بوخت او له سميع الله صميم يې غوښتي و چې ترڅو دروازه جوړيږي له بلې لارې تير شي، خو هغه دا خبره نه ده منلې.

د بهرنيو چارو وزارت په سړك دا پوليس وايي: (د صميم پنځلسو ساتونكو پرې حمله وكړه او سر يې ورمات كړ.)، د ولسي جرګې غړي سميع الله صميم هم دا شخړه منلې خو وايي چې دى په موټر كې نه و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.