د سولې اړوند راتلونکې ناسته کې کرزی او د ولسمشرۍ نوماندان نشته

د سولې اړوند راتلونکې ناسته کې کرزی او د ولسمشرۍ نوماندان نشته

ارګ کې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د روانې جولای میاشتې پر اوومه او تمه نېټه به په دوحه کې بین الافغاني دیالوک ترسره کېږي.

سرچیني وایي، دا ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات نه دي، او ګډون په انفرادي یا شخصي بڼه دی.

د ولسمشر سلاکار فضل محمود فضلي ویلي، د افغان حکومت او طالبانو استازي به په دې ناسته کې ګډون کوي، خو د حکومت یا د طالبانو د استازو په توګه نه.

د قطر راتلونکې ناسته د المان یو بنسټ لخوا جوړېږي.

د نورو غونډو خلاف، د قطر په راتلونکې ناسته کې مخکېنی ولسمشر حامد کرزی او نور سیاستوال لکه حنیف اتمر، عطا محمد نور، محمد محقق، ګلبدین حکمتیار برخه نه اخلي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د قطر ناسته د دوحې او جرمني په ګډو هڅو جوړېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.