د سولې بهیر؛ افغان حکومت او اروپايي ټولنه د مرستو پلان جوړوي

د سولې بهیر؛ افغان حکومت او اروپايي ټولنه د مرستو پلان جوړوي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي تېره ورځ د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي  رولاند کوبیا د خپلې لیدنې پر مهال افغان سولې بهیر کې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ د عمل پلان او د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا بحث کړی دی.

ټاکل شوې ده، چې ګډ ټیمونه به نږدې راتلونکي کې د یاد پلان پر جزییاتو کار پيل کړي

د ملي امنیت سلاکار افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ونډې او مرستو قدر داني کړې ده او د افغانستان له دولت او خلکو يې د اروپايي ټولنې د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ښاغلي کوبیا له ترهګرۍ سره مبارزې او د سولې بهیر کې د افغان حکومت لاسته راوړنې ستایلې او ډاډ یې ورکړی چې اروپايي ټولنه به د افغانستان د دولت او خلکو په خوا کې پاتې شي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.