د سولې بهیر؛ طالبانو يې د ودرېدو خبره کړې

د سولې بهیر؛ طالبانو يې د ودرېدو خبره کړې

 

د طالبانو لخوا په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له امریکا سره به د سولې خبرې ودروي.

اعلامیه کې ویل شوي، چې امریکا غواړي د نورو هېوادونو پر مټ په طالبانو فشار راوړي، چې د سولې د روان بهیر اجنډا تغییر کړي.

طالبانو ګواښ کړی، که امریکا خپل دریځ ته دوام ورکړي، نو دوی به اړ شي چې له امریکا سره ټولې خبرې وځنډوي.

طالبانو ویلي: د دوی رسمي دفتر قطر دی او باید خبرې هملته مخ ته ولاړې شي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، د چا فشار به ونه مني

اوس داسې راپورونه دي چې د سیمې د سیمې هېوادونو او طالبانو په لوی لاس د سولې بهیر پېچلی کړی دی.

غوښتنې دا دي چې طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.