د سولې بهیر او د ټرمپ ګډه وډه ژبه

د سولې بهیر او د ټرمپ ګډه وډه ژبه

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې دولسمه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله تازه وینا کې ټینګار کړی چې که وغواړي، د درېیو ورځو موده کې به د افغانستان له جګړې بریالی ووځي.

 د ټرمپ په خبره، که وغواړي درېیو ورځو کې به بریالی شي، خو دا بریا به د لس میلیونه کسانو په وژلو تر لاسه کوي.

نوموړي ویلي، نه غواړي د بریا لپاره نور خلک ووژني.

ټرمپ یو ځل بیا خبرداری ورکړی دی چې غواړي خپل سرتېري له افغانستان څخه بهر کړي.

امریکایي ولسمشر تر دې وړاندې هم ورته خبره کړې وه چې د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شو.

افغان حکومت د ټرمپ ددې خبرو په  تړاو د یوې اعلامیې په خپرولو، له دغه هېواد غوښتي چې د خپل دریځ وضاحت ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.