د سولې بهیر کې د تېرو لاسته راوړنو په خوندیتوب ټینګار

د سولې بهیر کې د تېرو لاسته راوړنو په خوندیتوب ټینګار

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني له خپل الماني سیال ښاغلي ماس سره کتلي دي.

دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو پر تقویت او له افغانستان سره د همکاریو د زیاتېدو اړوند بحث کړی دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان نه باید د سولې بهیر کې شاتګ وکړي او هغه لاسته راړونې چې تر لاسه شوې دي، باید خوندي شي.

ماس ژمنه کړې چې هېواد به یې مختلفو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه همدا راز د شفافو ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.