د افغان سولې اړوند بله غونډه سعودي کې جوړېږي

د افغان سولې اړوند بله غونډه سعودي کې جوړېږي

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، چې د اماراتو په ناسته کې پرېکړه شوې، چې له زلمي خلیلزاد سره به د طالب استازو بله غونډه د جنورۍ میاشتې په ۱۵ مه نېټه سعودي عربستان کې جوړېږي

سرچینو ویلي، ممکن د سولې ر اتلونکې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو مهمې پرېکړې وشي

د اماراتو ناسته تېره ورځ پای ته ورسېده؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې مذاکراتو کې یوازې د بندیانو په خوشې کېدو او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پر څرنګوالي بحث شوی دی

که څه هم د اماراتو ناسته کې د موقت حکومت پر جوړېدو د بحث راپورونه هم ورکړل شول؛ خو د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تازه ویلي، چې هېڅوک افغانستان کې د سیاسي واک د بدلون صلاحیت نه لري

Leave a Reply

Your email address will not be published.