د سولې تر توافق وروسته ممکن یوه ډله امریکایان پاتې شي محور؛ جمعه، د زمري میاشتې ۱۸ مه: د امریکا ټایم مجلې لیکي چې امریکایي پلاوي له طالب استازیو غوښتي څو د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره باید د دوی یو شمېر سرتېري افغانستان کې پاتې شي. د ټایم مجلې په وینا، طالبانو د امریکا دغه غوښتنه رد کړې ده. د مجلې مطلب کاږي، که چېرې د دوحې مذاکرات ناکام شول، امریکايي ځواکونه به په غیر مسوولانه ډول له افغانستان ووځي چې دا چاره به ناورین وزېږوي. ټایم مجله دا هم وايي چې امریکایان او طالبان د سولې یوې معاملې ته نږدې شوي دي. ټایم لیکي که چیرې د دوحې خبري کامیابه شي ژر به په ناروې کې بين الافغاني ناسته وشي او د يو ټول شموله حکومت لپاره به خبرې پيل شي، مجله وايي امريکايي چارواکو افغان مشرانو ته په خصوصي توګه ويلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره مناسبه موقع نه ده او بايد انتظار وايستل شي
Leave a Reply