د سولې خبرو د بريا هيڅ تضمين نشته

ضمیر کابلوفد افغانستان د سولې پروژه به په لنډ مهال كې پايله ورنه كړي، هغه څه چې د افغانستان ډير خلك يې په اړه انديښنه لري او وايي حكومتونو د خپل كار د دوام او ددې له پاره چې عامه ذهنونه بوخت وساتي د سولې خبرې پيل خو پايله يې هيڅ وي.

كه څه هم په دې وروستيو كې د دغه بهير د برياليتوب په اړه د خلكو هيلې ځكه ډيرې شوې چې له يوې خوا پاكستان د همكارې ژمنه كړې او له بلې خوا په دې بهير كې د چين او امريكا متحده ايالاتو استازي هم ورګډ شوي دي ،خو بيا هم په دې اړه لاشكونه ډير دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حكمت خليل كرزي په يوه خصوصي ناسته كې ويلي  چې لاهم په دې اړه هيڅ تضمين نشته چې دا بهير به پايله وركوي.

كه له طالبانو سره د سولې د خبرو تير تاريخ ته وكتل شي وسله والو طالبانو يوازې د خلكو او دولت د بوخت ساتلو په موخه كاذبې ژمنې كړې او دولت يې هم هرڅه په ساړه زړه منلي خو په پايله كې يې يوازې طالبانو د جګړې چمتووالى نيولى دى.

د روسې د بهرنيو چارو وزارت وايي د افغانستان حكومت او طالبانو د مذاكراتو د پيل انتظار بايد ونه شي .د افغانستان او منځنۍ آسيا په چارو كې د روسيې د ولسمشر ځانګړى استازى ضمير كابلوف وايي: د افغانستان د سولې په اړه هيڅ راتلونكې نه ويني.

هغه د روسې انتر فكس آژانس سره په خبرو كې ويلي: (د افغانستان حكومت او طالبانو د خبرو په اړه بايد د ۲۰۱۶ كال په مني كې خبرې وكړو.)

كابلوف وايي ترڅو چې طالبان په مخامخ خبرو كې ګډون ونه كړي هرډول خبرې به بې ګټې  وي. دا په داسې حال كې ده چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د څلوراړخيزې ناستې ګډونوال به له طالبانو سره د خبرو نيټه د دغه هيوادونو په بله ناسته كې وټاكل شي چې په پام كې ده د فبروري په وروستيو كې په كابل كې جوړه شي.

څلور هېوادونهخو بلخوا سياسي شنونكي وايي طالبان چې په سږني كال كې د جګړې له ميدانه ترډيره بريالي راوتي، غواړي حكومت بوخت وساتي ترڅو اوسنى موسم تير او په پسرلي كې پراخې جګړې وكړې.

دا شنونكي وايي كه طالبان په دې يوه مياشت كې په پوځي برخه كې مات نه شي ،پسرلي ته غواړي هلمند ونيسي او د كندز، تخار، بغلان او فارياب كې پراخې جګړې پيل او د شمال لويه لاره په بغلان كې وتړي.

طالبان به بيا اوسني طالبان نه وي دوى چې اوس د افغانستان ديرش سلنه خاوره په واك كې لري  غواړي نړيوالو ته قناعت وركړي چې ديرش سلنه خاوره نه بلكې شپيته يا اويا سلنه خاوره په واك كې لري او د همدې نفوذ په تناسب ورته په خپله خوښه ونډه وركړل شي او شرايط يې ومنل شي. امريكا وايي طالبان د افغانستان ديرش سلنه خاوره په واك كې لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.