د ابوظبۍ درې ورځیني مذاکرات پای ته ورسېدل

د ابوظبۍ درې ورځیني مذاکرات پای ته ورسېدل

د ابوظبۍ درې ورځیني مذاکرات پای ته ورسېدل

د طالبانو د قطر دفتر استازو او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې درې ورځینۍ خبرې پای ته ورسېدې

د طالبانو له لوري رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې لیکل شوي، چې مذاکرات پای ته رسېدلي دي

طالبانو ویلي، له خلیلزاد سره يې د بندیانو په خوشې کېدو، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پر څرنګوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

اعلامیه کې ویل شوي چې دوی له چا سره د موقت حکومت په اړه خبرې نه دي کړي

اعلامیه کې راغلي، چې د خبرو اترو دواړه خواوې دې د بل پړاو مذاکراتو لپاره له خپلو مشرانو سره تر مشورو وروسته چمتو شي

په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپار د امریکا ځانګړي استازي زلمي‌ خلیلزاد ویلي، چې له افغانانو او نړیوالو سره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په هدف د بین الافغاني ډایلوګ د هڅونې لپاره دا خبرې ډېرې جوړونکې او ګټورې وې.

خو ویل کېږي چې د اماراتو ناسته کې پر اوربند هم خبرې شوې دي

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تېره ورځ خوښې ښودلې وه چې د اماراتو د سولې خبرې ګټورې دي او ژر به موثرې پایلې ته ورسېږي

سولې عالي شورا او حکومت هم له طالبانو سره د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو هرکلی کړی دی.

د سولې عالي شورا د دارلانشاء مشر محمد عمر داوودزي نن وویل، افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته نږدې شوی دی.

طالبانو همدا راز اعلامیه کې د هوايي بریدونو د ودرېدو غوښتنه هم کړې ده

طالبان پر داسې مهال له د هوايي بریدونو د ودرېدو غوښتنه کوي، چې په دې وروستیو کې د دغې ډلې پر ضد د افغان سرتېرو د ځمکنیو او هوايي بریدونو لمن پراخه شوې، چې ګڼ شمېر مشران يې هم ور ووژل

Leave a Reply

Your email address will not be published.