حكومتي سرچينې وايي چې پخوانى جهادي رهبر او د محاذ ملي مشر پير سيد احمد ګيلاني د سولې د عالي شورا د نوي رييس په توګه ټاكل شوى دى. دا سرچينه وايي چې محمد كريم خليلي، حبيبه سرابي او عطا الرحمان سليم د سيد احمد ګيلاني د مرستيالانو په توګه ګومارل شوي دي.
سرچينه وايي چې فاروق بشر د سولې شورا د دارالانشا د مسول په توګه ټاكل شوى دى. كه څه هم په پام كې وه چې د سولې د عالي شورا رييس او مرستيالان څه موده مخكې ټاكل شوي واى، خو په حكومت كې د اختلافاتو له مخې دا شورا اوږده موده له رييس بې برخې وه.
Leave a Reply