د سولې شورا نامعلوم برخليك

قاضي وقادد افغانستان د سولې عالي شورا وايي، افغان حکومت په پام کې لري، چې په اسلام آباد کې د درېيمې څلوراړخیزې غونډې څخه مخکې، د دغې شورا لپاره مشر وټاکي. د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو په ګډون د افغان سولې لپاره د تګلارې جوړولو درېيمه غونډه، د روان لمریز کال د دلوې میاشتې په ۱۷مه نېټه، په اسلام آباد کې جوړیږي.

د سولې عالي شورا وايي ولسمشر دوه اونۍ مخکې د دغې شورا له غړو سره په یوه غونډه کې ژمنه کړې، چې د اسلام آباد له غونډې څخه مخکې به د سولې د عالي شورا مشر وټاکي. د سولې شورا غړي محمد امين وقاد وايي چې دوى خپر نظريات حكومت ته وركړي او تمه ده چې د دغه شورا مشر او د دارالانشا رييس وټاكل شي.

هغه وايي چې په دغه شورا ټولې مرستې درول شوې ځكه هيڅ اداري هيات نه لري. د افغانستان لپاره د امریکا د پراختیايي چارو اداره یا یو ایس اې آی ډي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما او د انګلستان هیواد له دې شورا سره مالي مرستې کولې.

قانوني او گيلانيد سولې عالي شورا چارې له يو كال را په ديخوا د سرپرست له خوا پرمخ ځي. د دغه شورا پخوانى رييس صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو د وزير په توګه وټاكل شو.

د سولې د عالي شورا د ریاست لپاره د یو شمیر نورو مخورو سیاسي څیرو په ګډون محمد یونس قانوني، پیر سید احمد ګیلاني او قاضي محمد امین وقاد نومول شوي دي خو افغان حکومت لا تر اوسه د دې شورا د مشرۍ لپاره د چا پر ټاکلو سلاء نه ده کړې.

د ولسمشر مطبوعاتي دفتر وايي حکومت په پام کې لري، چې لومړی په دې شورا کې اصلاحات رامنځ ته او وروسته ورته مشر وټاکي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.